د لغمان د کرنې رییس علینګار کې د سړې خونې د بیارغونې له پروژې څارنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۴:۱
د لغمان د کرنې رییس علینګار کې د سړې خونې د بیارغونې له پروژې څارنه وکړه

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد علینګار ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال د کرنې ریاست اړوند د سړې خونې د بیارغونې له پروژې د کارونو څخه څارنه وکړه او د پروژې مسؤل ته یې د کار د لوړ کیفیت سپارښتنه وکړه.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد علینګار ولسوالۍ ته په خپل وروستي سفر کې د سړې خونې د بیارغونې پروژې ترسره شوې او روانې چارې له نږدې ولیدلې. نوموړي د پروژې مسؤل ته سپارښتنه وکړه چې د پروژې کارونه دې په ښه کیفیت ترسره کړي.
د یادې سړې خونې د بیارغونې پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په ملاتړ پیل شوې ده او موخه یې په سیمه کې د کرنیزو محصولاتو ساتنه او د کروندګرو لپاره اسانتیاوې برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت