د کندهار خاکریز کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم جوړولو چارې رسماً پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۱:۱
د کندهار خاکریز کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم جوړولو چارې رسماً پیل شوې

۱۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) په مالي ملاتړ، او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د خاکریز ولسوالی په چهار بنده (غوماشه مانده) سیمه کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت دچکډېم جوړولو چاري رسماً پیل شوې. د یاد چکېم جوړېدو چارې به د کندهار طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او تمه ده، چې د اوبو زېرمې په برخه کې د سیمې اړتیاوې پوره کړي.
یاد چکډېم به د ۷۱ مترو په اوږدوالي، ۵ مترو په پراخوالي او ۱۵ مترو په لوړوالي سره په اساسي او پایدار ډول جوړ شي، چې ورسره ترڅنګ به ۱۰ کسانو ته په فني برخو او ۳۰ نورو کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینې برابرولو ترڅنګ له امله به د سیمې خلکو ته د کار فرصتونه په نسبي توګه زیات شي. د یاد چکډېم جوړېدو چارې به د څلورو میاشتو په لړ کې بشپړ شي، چې د سیمې اوبو او کرنیزو اړتیاوو لپاره مهمه ګټه لري.
دغه چکډېم به د ژمې اورښتونه زېرمه کړي، چې په نتیجه کې به یې د خاکریز ولسوالی د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي. دې سره به د سیمې د زرګونو بزګرانو او مالدارانو لپاره د اوبو دوامداره او خوندي لاسرسی ممکن شي او د کرنې او مالدارۍ په چارو کې به د هغوی ستونزې په مؤثره توګه حل شي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا د هېواد په کچه د ۱۳۸ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوي دي، چې ډېری یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د کرنې په ریاست کې د شنو خونو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

بازگشت