د کرنې او مالدارۍ مرستیال په چین کې د بې‌وزلۍ کمولو او کرنې پرمختګ نړۍوال کنفرانس کې ګډون وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۵۱
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په چین کې د بې‌وزلۍ کمولو او کرنې پرمختګ نړۍوال کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د چین په بیجینګ ښار کې د فقر کمولو او کرنې پرمختګ نړۍوال کنفرانس ته وینا وکړه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو د کرنې چارواکو ګډون درلود.
مولوي عثماني په خپلو خبرو کې د هغو هېوادونو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ، چې د اوبو کمښت، جګړو او نورو ستونزو سره مخامخ دي. هغه زیاته کړه: "الحمدلله، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د پرمختګ او ودې لپاره ډېر مساعد دی. که نړۍ غواړي فقر کم کړي، ښه ده چې له افغانستان څخه پیل وکړي، ځکه چې اوس افغانستان د نړۍ لپاره یو امن ځای دی، او کرنه، کانونه، صنعت او تجارت پکې وده کوي. نو راشئ په افغانستان کې پانګونه وکړئ، تر څو نه یوازې افغانستان سره، بلکې د نړۍ هغه یو میلیارد خلکو سره چې اوس مهال په فقر کې ژوند کوي، مرسته وشي."
عثماني همدارنګه په افغانستان کې د کوکنارو د کر کیلې منع کولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "شاوخوا شل کاله مخکې افغانستان د نړۍ په کچه د کوکنارو د تولید لوی هېواد و، خو اسلامي امارت د ځانګړي فرمان په صادرولو سره د کوکنارو کر ته د پای ټکی کېښود او اوس بزګرانو حلالو محصولاتو ته مخه کړې ده. که غواړئ کرنه وده وکړي، راشئ د افغانستان په کرنه کې پانګونه وکړئ او د بدیلي معیشت پروګرامونو له لارې د افغانستان بزګرانو سره مرسته وکړئ، ځکه چې کوکنار نه یوازې افغانستان ته بلکې ټولې نړۍ ته تاوان اړوي."
نوموړي همدارنګه له نړیوالو مرستندویه ادارو وغوښتل چې د شته امنیت په پام کې نیولو سره افغان بزګرانو ته اړینې مرستې برابرې کړي.
په دې کنفرانس کې د آکسفورډ پوهنتون یوه استاد د افغانستان په وضعیت اندیښنه څرګنده کړه او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو یې وغوښتل چې له افغانستان سره همکاري وکړي.
یاد نړۍوال کنفرانس د چین په کوربه‌توب ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو د کرنې متخصصینو او مسئولینو ګډون کړی و.

اشتراک معین زراعت و مالداری در کنفرانس بین‌المللی کاهش فقر و رشد زراعت در چین
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در کنفرانس بین‌المللی کاهش فقر و رشد زراعت که با حضور مسئولان زراعت کشورهای مختلف در شهر بیجینگ چین برگزار شده بود، سخنرانی کرد.
مولوی عثمانی در سخنان خود بر اهمیت حمایت از کشورهایی که با مشکلات کم‌آبی، جنگ، و سایر نابسامانی‌ها مواجه‌اند تأکید کرده و افزود: "الحمدلله، افغانستان از جمله کشورهایی است که بسیار مساعد رشد و انکشاف می‌باشد. اگر جهان می‌خواهد فقر را کاهش دهد، بهتر است از افغانستان شروع کند؛ زیرا افغانستان اکنون یک جای امن برای جهانیان است و زراعت، معادن، صنعت و تجارت در آن در حال رشد می‌باشد. پس بیایید در افغانستان سرمایه‌گذاری کنید تا نه تنها به افغانستان بلکه به یک میلیارد نفوس جهانی که فعلاً در فقر به سر می‌برند کمک کنیم."
آقای عثمانی همچنین پیرامون منع کشت کوکنار در افغانستان سخن گفت و افزود: "بیست سال قبل افغانستان به عنوان بزرگ‌ترین تولیدکننده مواد مخدر و به نام کوکنار شناخته می‌شد، اما امارت اسلامی افغانستان با صدور فرمانی ویژه کشت کوکنار را به صفر رساند و اکنون دهقانان به کشت محصولات حلال روی آورده‌اند. اگر می‌خواهید زراعت رشد کند، بیایید در بخش زراعت افغانستان سرمایه‌گذاری کنید و با اجرای برنامه‌های معیشت بدیل، دهقانان افغانستان را یاری دهید، زیرا کوکنار مشکلی است که نه تنها افغانستان بلکه تمامی جهان از اضرار آن متضرر می‌شود."
وی همچنین از نهادهای جهانی کمک‌رسان خواست تا با توجه به امنیت موجود، کمک‌های لازم را به دهقانان افغانستان فراهم کنند.
در این کنفرانس یکی از استادان دانشگاه آکسفورد نیز پیرامون وضعیت افغانستان اظهار نگرانی کرده و از مسئولان کشورهای مختلف درخواست کرد تا با افغانستان همکاری نمایند.
این کنفرانس بین‌المللی به میزبانی کشور چین برگزار شده و متخصصین و مسئولان زراعتی از کشورهای مختلف در آن اشتراک کرده‌اند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۴
Background image

کندهار کې د کروندو خوندیتوب په پارهڅې؛ ۳۵۰ ډوله بوټي درمل شوي

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټې ژغورنې مدیریت تر رهبرۍ لاندې، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۵۰ بېلابېل ډوله بوټي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۵ مالي کال د طرحې د ترتیب په پار د همغږۍ غونډه دایره شوه

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د طرحې د ترتیب او تنظیم په موخه، تخنیکي او د همغږۍ غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د بلخ چمتال ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چمتال ولسوالی ۱۲۴ بڼوالو سره دکرنیزو توکو او. . .

بازگشت