لوګر کې زرګونه څارویو ته د لمپي سکین وقایوي واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۲۸
لوګر کې زرګونه څارویو ته د لمپي سکین وقایوي واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو

۲۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ د مرکز او ولسوالیو څارویو ته د لمپي سکین (ال اس ډي) وقایوي واکسین د تطبیق پروګرام پیل شو.
د لوګور ولایت د کرنې ریاست د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ څانګې آمر داکتر خانشرین خسروی وویل، چې د لمپي سکین واکسین د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په همکارۍ د مرکز پُل علم او ولسوالیو د مالدارۍ فارم لرونکو څارویو ته چمتو شوی دی، چې په ترڅ کې به یې ۵۵۰۰ غټ او واړه څاروي واکسین شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او د څارویو وقایوي درملنه ده، ترڅو څاروي د پوستکي د دانو له ناروغۍ څخه خوندي شي. هغه یادونه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په همکارۍ دغه واکسین په پاتې ولسوالیو کې هم پلي شي. 
د لوګر دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید د لوګر له ټولو مالدارانو غواړي، چې د واکسین د تطبیق په برخه کې دې له سیمه ییزو ډاکټرانو سره همکاري وکړي، ترڅو دا پروسه په ښه توګه ترسره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت