د ننګرهار دکرنې رییس د فارم جدید نیالګیو روزنځای له روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۴:۷
د ننګرهار دکرنې رییس د فارم جدید نیالګیو روزنځای له روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم جدید  نیالګیو روزنځای بېلابېلې برخې ولیدلې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د طبیعي سرچینو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل د کرنې رییس ته د نیالګیو روزنې په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړې وویل په یاد فارم کې مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي روزل کېږي او کرنې وزارت د کړنلارو مطابق په ننګرهار کې ادارو او ولسونو ته وېشل کېږي.
د طبیعي سرچینو امر زیاته کړه د تېرو سیلابونو له امله د فارم جدید نیالګیو روزنځای د اوبخور لښتي له منځه تللي وو؛ خو د کرنې ریاست د کاریګرو په مرسته یي یاد لښتي بېرته رغولي دي.
ښاغلي اتل د نیالګیو په روزنځایونو کې د کاریګرو کمي، اوبو کموالې او د ناروغیو پیښیدو پروخت د درملو نشتوالي او ځینو نورو برخو کې خپلي ستونزې د کرنې رییس سره شریکې کړې. 
د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم مسؤلینو څخه دمننې ترڅنګ هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي محسن وویل هڅه کوي په ننګرهار کې د نیالګیو روزنې مرکزونه پیاوړې کړي او معیاري ونې او نیالګي هېوادوالو ته وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست کې د شنو خونو د جوړولو کار پیل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د کرنې په ریاست کې د شنو خونو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

بازگشت