د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې د اوبو لګولو دوه کانالونه پرانيستل شول

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۳:۲۷
د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې د اوبو لګولو دوه کانالونه پرانيستل شول


۴ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کاپيسا ولایت د مرکز محمود راقي په نوآباد «رېګګ» کلي کې د اوبو لګولو دوه کانالونه پرانیستل.
د امین الحق کانال د پنځه زره او ۴۷۱ مترو په اوږدوالي سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مرسته جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به یې ۱۲۴۵ جریبه ځمکه خړوبه شي.
د مسعود جان کانال هم د همدې ادارې په همکارۍ د شپږ زره او ۶۲۹ مترو په اوږدوالي سره جوړېږي، چې ۱۳۵۰ جریبه ځمکه تر خړوبولو لاندې راولي.
د اوبولګولو په برخه کې د دغو پروژو د اغېزمنتوب تر څنګ، د دغو دوو پروژو پیل ځايي خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د يادو دوو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د کاپيسا ولايت د کرنې رييس، د کرنې وزارت اداري رييس، د ماليې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ سلاکاران او د پلي کوونکي شرکت چاراوکي حضور درلود.

افتتاح دو کانال آبیاری در محمود راقی مرکز ولایت کاپیسا
۴ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
 ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری دو کانال آبیاری را در قریه نوآباد «ریگگ» واقع محمود راقی مرکز ولایت کاپیسا افتتاح نمود.
کانال امین الحق به کمک سازمان خوراک  و زراعت ملل متحد به طول پنج‌هزار و ۴۷۱ متر ساخته می‌شود که با تکمیل شدن آن یک هزار و ۲۴۵ جریب زمین تحت پوشش آبیاری قرار می‌گیرد.
کانال مسعود جان نیز به همکاری همان سازمان، به طول شش هزار و ۶۲۹ متر ساخته می‌شود که یک‌هزار و ۳۵ جریب زمین را تحت پوشش آبیاری قرار می‌دهد.
در کنار موثر بودن این پروژها در بخش آبیاری، آغاز کار این دو پروژه برای مردم محل زمینه کار را مساعد ساخته است.
در افتتاح این دو پروژه، معین مالی و اداری، معاون والی ولایت کاپیسا، رییس زراعت ولایت کاپیسا، رییس اداری وزارت زراعت، مشاورین معینیت مالی و اداری وزارت زراعت و مسوولین شرکت تطبیق کننده حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د بهیر د ارزونې په پار غونډه دایره شوه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالداۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې وزارت د مرکزي رییسانو او مسؤلینو په ګډون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۷
Background image

پکتیکا کې د جوارو ۴۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه، د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره دیاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۰
Background image

لوګر کې د شېدو راټولولو او پروسس مرکزونو له روانو چارو څخه څارنه وشوه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لوګر ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شیرآقا پیرحبیب الرحمن په داسې حال کې، چې د څارویو د روغتیا آمر داکتر خانشرین خسروي. . .

بازگشت