زابل کې د انارو د تولیدوونکو ټولنه جوړه شوه

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۴:۱۳
 زابل کې د انارو د تولیدوونکو ټولنه جوړه شوه

۲۳ تله ۱۳۹۸
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د انارو تولیدوونکو، په دې ولسوالۍ کې د انارو د حاصلاتو د ډېروالي او په خپلو چاروکو د ښه همغږی په پار ۱۵۰ کسیزه ټولنه جوړه کړه.
دغه ټولنه دکرنې ریاست او د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې په مرسته جوړه شوې ده. د انارو تولیدوونکو ټولنه له دغو بڼوالو سره مرسته کوي، چې ملي او نړیوالو مارکیټونو ته لار پیدا کړي.
ددې ټولنې په جوړېدو سره به د شهرصفا ولسوالۍ د انارو ټول تولیدوونکي سره همغږي شي او له دې لارې په مارکیټ کې د رقابت ځواک پیداکوي.
شهر صفا د زابل ولایت له هغو ولسوالیو څخه ده، چې د انارو ډېر شمېر بڼونه لري او ددې ولایت ډېر شمېر انار له همدې ولسوالۍ څخه په لاس راځي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت