د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د پکتیکا له والي سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۴:۲۷
د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د پکتیکا له والي سره وکتل

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې پکتیکا ولایت ته د مالدارۍ په برخه کې د بېلابېلو پروژو د پرانیستې په موخه تللی و، د دغه ولایت له والي مولوي عبدالخالق عابد سره وکتل.
دغه ناسته چې د پکتیکا د والي په دفتر کې ترسره شوه، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو د پروژو د پرمختګ او له بزګرانو او مالدارانو سره د مرستو په اړه خبرې اترې وشوې. دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د خلکو د اړتیاوو د حل په اړه هم خبرې وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال څلور لسیزې جګړې د پکتیکا د خلکو د بې وزلۍ، وروسته پاتې والي او کډوالۍ لامل وباله او د اوسنیو شرایطو د ښه والي په اړه یې خبرې وکړې او د خلکو پر ملاتړ او همکارۍ یې ټینګار وکړ.

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت 
۱۲ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که طی یک سفر رسمی جهت افتتاه پروژهای مختلف در بخش مالداری به ولایت پکتیکا سفر کرده بود با مولوی عبدالخالق عابد والی آن ولایت دیدار کرد.
این دیدار در دفتر والی پکتیکا صورت گرفت و مورد پیشرفت پروژه های زراعتی، مالداری و آبیاری و کمک به دهقانان و مالداران صحبت گردید.
دو طرف برای رسیدگی به نیازمندی های مردم در بخش زراعت و مالداری صحبت نمودند. 
معین زراعت و مالداری چهار دهه جنگ را علت فقر، عقب ماندگی‌ و غربت مردم پکتیکا عنوان نمود و از مساعد شدن شرایط فعلی سخن گفت و تاکید به حمایت و همکاری مردم نمود.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې له وزیر سره وکتل

٧ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش

٧ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د روسیې هېواد مسکو ښار ته. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنې وزارت لخوا د افغانستان برېښنا شرکت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د افغانستان برېښنا شرکت د مالي رييس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د. . .

بازگشت