د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۲۳
د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست سره د همکارو بنسټونو، مؤسسو او نهادونو سره سکټوري غونډه کې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدزمان عمري دتېر سکټوري غونډې د ورسپارل شویو اجرااتو لنډه کتنه وکړه، ورپسې دسکټوري غونډې د جوړولو پر اهمیت او هم دسکټوري غونډې پر بناُ د اړوند اداراتو او موسسا تو ترمنځ د ښې همغږۍ په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «موږ او تاسو د هېواد او په ځانګړې توګه د خوست ولایت د پرمختګ، بیارغونې، زرغونتیا او سمسورتیا په موخه کار کوو، ترڅو هېواد مو د نورو له احتیاجه خلاص شي، په راتلونکې کې هم همداسې کلکه همغږۍ ولرئ، ځکه د ښې همغږۍ په صورت کې موږ او تاسو کولای شو، چې غوره چوپړتیاوې وړاندې کړو.»
ښاغلی عمري د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې داسې پروژې پلي کړی، چې ولس ته یې بنیادي ګټه ورسېږي ترڅو  ولس ته د زیات وخت لپاره مصروفیت پیدا شي. هغه زیاته کړه: «راتلونکې لپاره د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې د سیمې خلکو سره سلا مشورې وکړئ او د دوی اړتیاوو ته په کتو اوږدمهاله، ارزښت لرونکي او بنسټيزې پروژې پلي کړئ».
مولوي محمد زمان عمري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له فعالو مؤسسو د بڼونو، چکډېمونو، کانالونه او سربندونه رغول او ترڅنګ یې د څارویو د نسل اصلاح او  نورو مثمرو پروژو  غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د مؤسسو استازو په خپل وارسره دکرنې،مالدارې، ځنګلونو او څړځايونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور او خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت