لغمان کې د څارویو خوندیتوب په پار سلګونه زره څاروي واکسنېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۱:۳۰
لغمان کې د څارویو خوندیتوب په پار سلګونه زره څاروي واکسنېږي

۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
 د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست، افغانستان لپاره دهالینډ کمیټې په  په مالي ملاتړ ددې ولایت دمرکز په ګډون په پنځوګونو ولسوالیو کې د مالدارانو او کوچیانو غټو او وړو څارویو لپاره د ریخک  او انټرکس(ټک) بکتریاوي ناروغیو پر وړاندې وقایوي واکسین او د څارویو د داخلي چنجیو د وژلو درملو تطبیق کمپاین له بادپښ ولسوالی څخه پیل شو.
یاد کمپاین د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، د بادپښ ولسوال قاري نورګل دلاور، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر جواد الله علیزاده او د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤلینو په شتون کې څو څارویو ته په تطبیق سره رسماً پیل شو.
ددې کمپاین په پیل غونډه کې د لغمان دکرنې رییس مولوي محمدولي محسن وویل: «د دې کمپاین په ترڅ کې به ۱۰۰ زره ډوزه د ریخک واکسین او ۴۰  زره ډوزه د انټرکس واکسین او۱۰۰ زره ډوزه د څاریو د داخلي چنجیو د وژلو درمل پر څارویو پلي کېږي، چې ورسره به د څارویو د یوناڅپي مړینې(ټک) او ریخک ناروغیو کچه راکمه شي او د څارویو دچنجیو د وژلو درملو په ورکولو سره به دڅارويو وده سالمه او محصولاتو کې به یې د پام وړ زیاتوالۍ راشي».
ددې کمپاین موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د ناروغیو مخنیوی او درملنه او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت