غزني کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۱۳
غزني کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د غزنې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د یاد ولایت په کچه د ۱۴۰۳ لمریز کال د نیالګیو کېنولو کمپاین د سمسور هېواد تر عنوان لاندې پیل شو.
دنيالګیو د کېنولو د کمپاین د پرانیستې پر مهال د غزني سرپرست والي الحاج حافظ محمد امین عمري د بوټو او نيالګيو په کېنولو خوښې وښوده او له اړوند اداراتو او ولسونو یې وغوښتل، چې د نيالګيو او بوټو په ساتنه او پالنه کې له اړوندو ادارو سره همکارۍ او د هېواد زرغونتیا ته پاملرنه وکړي.
دغزني ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ادریس حنیف وویل، چې یاد ریاست په پام کي لري، ترڅو ددې کمپاین په ترڅ کې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې نږدې دوه میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وکري.
ښاغلي حنیف د نیالګیو کېنولو په ارزښت هراړخیزې خبرې وکړې او یاد کمپاین یې د هېواد د سمسورتیا او ښکلا په موخه ګټور وګڼل او له اړوندو ادارو او خلکو څخه یې وغوښتل، چې د نیالګیو کېنولو ترڅنګ د نیالګو او ونو ساتنې او پالنې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه کمپاین کې د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو، ښاریانو او ځوانانو ګډون کړي ؤ.
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې وزارت له خوا د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې د هېواد د زرغونتیا لپاره په میلیونونو نیالګي کښېنول شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت