د کندهار دوو ولسوالیو کې یوشمېر کروندګرو سره د نیالګیو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۲:۴۹
د کندهار دوو ولسوالیو کې یوشمېر کروندګرو سره د نیالګیو مرسته وشوه

۲۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسو په همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب او غورک ولسوالۍ پر یوشمېر کروندګرو د مېوه لرونکو ونو نیالګي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د ارغنداب ولسوالی پر ۲۰۰ او د غورک ولسوالی پر ۲۶ کروندګرو د پلم، انځر، بادام او انارو زرګونه اصلاح شوي نیالګي وېشل شوي دي، چې په ترڅ کې به یې په یادو ولسوالیو کې د یادو ونو لسګونه جریبه بڼونه جوړ شي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د یادو ونو د بڼونو دودول، د کروندګرو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۸
Background image

د کندهار بولدک ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو او لېږد توکي ووېشل شوې


۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په بولدک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۹:۵
Background image

لغمان کې نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۷۶ کونډو او بې‌وزله مېرمنو ته د شیدو غواګانې ووېشل شوې


۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د نه انلوس مؤسسې په مالي ملاتړ، د لغمان د مرکز مهترلام شپږو کلیو (پنج پای، شمټي،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۸:۵۵
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې پر لسګونو بزګران دجوارو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په مالي او د کندهار د کډوالو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نېش په ولسوالی کی پر ۲۵۰. . .

بازگشت