د خوست دکرنې رییس د غلام خان بندر قرنطین مدیریت څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۲:۵
د خوست دکرنې رییس د غلام خان بندر قرنطین مدیریت څخه لیدنه وکړه

۲۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري په داسې حال کې، چې د کرنیزو چارو آمر مولوی اسلم خان منیب او د مالدارۍ آمر ماسټر انعام الله جاوید یې ملتیا کوله د غلام خان بندر د قرنطین د دفتر د بېلابېلو څانګو څخه څارنه وکړه، د دوی ستونزې یې وارېدې او له مراجعینو سره په ښه چلند او پروخت  د کار ترسره کولو باندې ټينګار.
په همدې حال کې د غلام خان بندر مدیریت چاروکو د قرنطین ټولې چارې تشریح کړې او د خپلو کارونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
دغه راز د غلام خان بندر قرنطین مدیریت کارکوونکو دخوست دکرنې رییس له ملاتړ او لازمو لارښوونو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي امارت د رهبرۍ اصولو مطابق به خدمت کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت