د  هلمند موسی کلا کې زرو مالدارانو سره مرستې وشوې 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۳:۱۰
د  هلمند موسی کلا کې زرو مالدارانو سره مرستې وشوې 

۲۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د  بشري خیریه مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د موسی کلا ولسوالی زرو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو او شوتلې تخمونو مرسته وشوه.
ددغو مرستو په لړ کې  د یادې  ولسوالی ١٠٠٠ کورنیو ته د څارویو ٤ - ٤ بوجۍ حیواني خوراکه ، هرې کورنۍ ته ٣کیلو د شفتلې تخم او د حیواني ناروغیو مخنیوی په اړه روزنه ورکړل شوې ده.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو دبېلابېلو برنامو له لارې د بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي ترڅو د دوی په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت