د لغمان دکرنې رییس: دکرنې ریاست په همکارۍ د کبانو ۴۰ فارمونه جوړ شوي دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۲:۱۹
د لغمان دکرنې رییس: دکرنې ریاست په همکارۍ د کبانو ۴۰ فارمونه جوړ شوي دي

۲۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
دلغمان د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن په داسې حال کې، چې د مالدارۍ لوی مدیریت کارکونکو یې ملتیا کوله د دې ولایت د مرکز اړوند دشمټيو په سیمه کې د کبانو له  تولیدي فارمونو څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د لغمان دکرنې رییس د یادو فارمونو د چارواکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د چارو د ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
 ښاغلی محسن وویل: «د لغمان دمرکز په ګډون ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د کرنې ریاست په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي لګښت د کبانو ۴۰ فارمونه جوړ شوي دي.»
د لغمان دکرنې رییس وویل، چې هلې ځلې کوي ترڅو په دې ولایت کې د کب روزنې صنعت ته پراختیا ورکړي او د اړوندو مؤسسو له لارې د کب روزونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په همدې حال کې د کبانو فارم لرونکو د لغمان دکرنې رییس څخه مننه وکړه، چې د دوی ستونزې ته رسېدنه کوي او دکبانو د خوراکي توکو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه، چې د لغمان دکرنې رییس له خوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت