لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویوځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی غونډه دائر شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۴:۲
لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویوځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی غونډه دائر شوه

۸ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
لوګر کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی اونیزه غونډه دائر شوه.
په جوړه شوې غونډه کې دلوګر د کرنې او د غصب مخنیوی تخنیکی پلاوی رییس مولوی سید امین هاشمي سربېره د حج او اوقافو رییس، د کار او ټولنیزو چارو رییس، ښار جوړونې رییس، مستوفیت رییس، د امنیې قومندانۍ امنیت آمر ،د قضای امارت آمر او د کدستر عمومي مدیر ګډون کړی وو، او پر بیلا بیلو موضوعاتو د بحث ترڅنګ هغه اسناد چې له خلکو تر لاسه شوی وو وڅېړل شول.
 ددې غونډې په ترڅ کې د تل په څېر پربېلا بېلوموضوعاتو خبرې اترې وشوې او د بشپړ شویو دوسیو اړونده د ځینو دوسیو معلوماتو کمښت چې باید دقیق شي ترڅو پریکړې ته اماده وی، همدا راز د محمد آغې ولسوالي د بُرګ سیمې او برکي برک ولسوالی  د اړوندو موضوعاتو معلومات د تخنیکي پلاوي له غړو سره شریک او پرې هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
باید وویل شي، چې د لوګر ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت