زابل کې پر څه باندې څلور زره کورنیو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۳:۲۴
زابل کې پر څه باندې څلور زره کورنیو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل کېږي

٣٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق 
 دزابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د "او،اچ،ډبلیو" مؤسسې تخنیکي همکارۍ د زابل مرکز کلات ترڅنګ ددې ولایت د ٧ ولسوالیو  څلور زره او ١١٦ کروندګرو سره د بېلابېلو توکو د مرستې تر څنګ د زده کړو لړۍ پیل کړی دي.
د یادو مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته د سبو تخمونه چې په ترکیب کې یې، د بنډۍ،  پیاز ، رومي بانجان  ، ګازرې، کرم،  ګوبي تخمونه او همدارنګه یو عدد بیلچه، د اوبو جیک، د اوبو اب دان، ښاخی،  کجبیله او د اوبو ډبه شامل دي وېشل کېږي.
نوموړو کورنیو ته همدارنګه  د سبو د ښې روزنې  په برخه کې زده کړې هم ورکول کېږي. 
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ، مېرمنو ته په کور دننه د کار زمینه برابرول، په دې ولایت کې د کورنیو باغچو دودول او په ټوله کې د کورنیو خوړو خوندیتوب تامينول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت