دکندز علي آباد کې د مالدار ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۴:۴۱
دکندز علي آباد کې د مالدار ورځ ولمانځل شوه

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټي له لورې ددې ولایت دعلي آباد په ولسوالی کې د مالدار ورځ ولمانځل شوه.
په دې پروګرام کې، د علي آباد ولسوالی ولسوال مولوی عبدالقدیر«حمزه»، د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ امر داکتر نجیب الله حسن، د مالدارۍ په برخه کې د هالینډ کمیټي د کړنو ستاینه وکړه او دمالدارۍ محصولاتو، تولید کچي زیاتوالي، بازارموندنې، د څارویو روغتیا او ګڼو نورو برخو کې خبرې وکړې.
د علي آباد ولسوال مولوی عبدالقدیر «حمزه» د هالینډ کمیټي د تېرو کړنو ستاینه وکړه او  له مسولینو څخه د علي آباد ولسوالی کې د څارویو د مختلفو واکسینونو، ناروغیو مخنیوی، درملنې، وقایې، عامه پوهاوی او ګڼو نورو برخو کې د مرستو عوښتنه هم وکړه.
په همدې حال کې د هالینډ کمیټي ولایتي مسؤل په کندز کې د هالینډ کمیټي پر روانو کړنو،  واکسینونو،  چیجیو ضد درملو، خوراکي توکو زېرمتونونو، څارویو کلنیکونو تمویل او جوړولو خبرې وکړې.
نوموړی وویل د مالدار د ورځې لمانځل او د هالینډ کمیټې د فعالیتونو موخه د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او د مالدارۍ سکتور ته پراختیا ورکول دي.
دغه راز دمالدار د ورځې لمانځې په مراسمو کې ددې ولایت مالدارانو پروسس شوي محصولات او توکي هم نندارې ته اېښودل شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت