مالي او اداري مرستیال د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی ریاست دفترونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۷
مالي او اداري مرستیال د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی ریاست دفترونو څخه لیدنه وکړه

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان آخند «حاجي سالم» د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ریاستونو د ارزونې په لړ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی ریاست څخه لیدنه وکړه.
ددې کتنې په ترڅ کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د عشر او زکات د عمومي ریاست د رییسانو او کارکوونکو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د ستونزو د حل او د هغوی د ګټورو وړاندیزونو او نظریاتو د عملي کولو ډاډ یې ورکړ.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان آخند «حاجي سالم» د کرنې وزارت د عشر او زکات د عمومي ریاست مسوولیت مهم وباله او د دغه ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې خپلې دندې په پوره صداقت او ایماندارۍ ترسره کړي.

بازدید معین مالی و اداری از دفاتر ریاست عمومی عشر و زکات وزارت زراعت 
۲۹ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سلسله نظارت از فعالیت‌ ریاست‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از ریاست‌ عمومی عشر و زکات این وزارت دیدار کرد.
در این دیدار معین مالی و اداری نظریات، پیشنهادات و مشکلات روئسا و کارمندان ریاست عمومی عشر و زکات را استماع نموده و برایشان اطمیان حل مشکلات و تطبیق پیشنهادات و نظریات موثرشان را سپرد.
در همین حال  ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری مسوولیت ریاست عمومی عشر و زکات وزارت زراعت را بزرگ دانسته و از کارمندان آن ریاست خواست که وظایف خود را با تمام صداقت و ایمان داری انجام دهند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت