غزني کې د دوو کوچنیو بندونو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
غزني کې د دوو کوچنیو بندونو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دغزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او اندړو ولسوالی کې د څه باندې څلور مېیلونه افغانیو په لګښت د دوو کوچنیو بندونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
ددغو بندونو په پرانیست غونډه کې دغزني سرپرست والي الحاج حافظ محمدامين عمري وويل:«ددغو بندونو د رغولو موخه د اوبو زېرمه کول او له سېلابونو څخه د کرنیزو ځمکو او کورونو خوندي کول دي.» ښاغلی عمري دغه راز وویل، چې د غزني سیمه ییزه اداره هلې ځلې کوي، چې د غزني ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې په معیاري ډول د اوبو بندونه جوړ کړي، ترڅو د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ستونزې هوارې شي.
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد حنيف ادریس عمري وویل، چې د غزني مرکز د جباروالو بند، چې د جباروالو په سیمه کې موقعیت لري، اوږدوالی یې ۲۷متره، سور یې ۱۴ متره او د ۲۶۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې د رغولو لګښت یې یو میلیون او ۷۲۶ زره افغانیو ته رسېږي. دغه راز د غزني ولایت د اړوند ولسوالی په احمدي بابا سیمه کې جوړ شوی بند، چې اوږدوالی یې ۴۳ متر، لوړوالی یې ۸.۵ متره او د ۱۰ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوي دي.
د غزني دکرنې رییس مولوی محمد حنیف ادریس وویل، چې د یادو بندونو په جوړولو سره سلګونه جریبه ځمکه له سېلابونو خوندي او ترڅنګ یې د کاریزونو، چینو او ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا کې رغنده رول لوبوي.
ښاغلی حنیف د تمویلوونکي ادارې او همکارۍ مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ له دوی څخه وغوښتل، چې د غزني ولایت په نورو سیمو کې دې هم ورته پروژې پلي کړي.
په ورته وخت کې هغه د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د پروژې په ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي.
ددغو د بندونو د جوړولو موخه د ځمکې لاندې اوبو پياوړي کول، د اوبو مديريت، د سېلابونو د راوتلو مخنيوى او د چاپيريال له ستونزو سره مبارزه ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت