د عدلیې وزارت د قضایاؤ لوی رییس د هلمند د ځمکې غصب مخنوی تخنیکي ټیم سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۲۱
د عدلیې وزارت د قضایاؤ لوی رییس د هلمند د ځمکې غصب مخنوی تخنیکي ټیم سره وکتل

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون سکرتر او د امارتي قضایاؤ لوی رییس مولوي احسان الله وثیق په داسې حال کې چې یوشمېر نورو چاراکو یې ملتیا کول هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال ددې ولایت د کرنې او تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج او د یاد تخنیکي پلاوي له غړیو سره وکتل. 
په دې کتنه کې د هلمند کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج ، د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي، د کور او ښارجوړولو رییس مولوي نیک محمد معتصم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال ملا اغا ولي نوراني، د سرحدونو او قومونو چارو رییس مولوي حماد او د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم  شتون درلود.
 راغلي پلاوي په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی، د غصب شویو ځمکو د استرداد، د امارتي ځمکو قضایاو ته د رسېدنې او په ګڼو مواردو خبرې اترې او په لازمو مواردو پرېکړې وشوې.
یاد پلاوي د تخنیکي پلاوي له رهبرۍ سره تر لیدنې وروسته، د اړونده اسنادو او سوابقو څخه لیدنې او  ارزونې وکړې او په ګڼو مواردو کې یې د تخنیکي پلاوي مسلکي غړیو ته لارښونې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت