دکندهاردکرنې رییس: پر امارتي ځمکو کې د خپل سرو تصرفاتو مخه ونیسئ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۱۹
دکندهاردکرنې رییس: پر امارتي ځمکو کې د خپل سرو تصرفاتو مخه ونیسئ

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي ددې ولایت دامان ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د مانجې، سیدآباد او شملزیو سیمو څخه د لیدنې په ترڅ کې د یادو سیمو چارواکو ته وویل، چې پر امارتي ځمکو د خپل سرو تصرفاتو مخه دې ونیسي.
ښاغلی فضلي دغه راز د یادو سیمو له اوسیدونکو او مشرانو سره په لیدنه کې دوی ته سپارښتنه وکړه، چې د دوی له خوا تصرف شوي امارتي ځمکې دې بېرته اسلامي امارت ته تسلیم کړي، چې د افغانستان اسلامي امارت پر یادو ځمکو پراختیایي پروژې پلي کوي.
د یادونې وړ ده، چې دکندهار په ولایت کې د امارتي ځمکو د بررسۍ او تصفیې په ترڅ کې تر دې دمه زرګونه جریبه ځمکه امارتي تثبیت او راګرځول شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت