د هلمند نادعلي کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۱:۲۱
د هلمند نادعلي کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د ډنمارک کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نادعلي ولسوالی پر ۷۶۸ مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیلوي.
دغه مرستې  هغو بزګرو ته ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې ورته د سویابینو تخمونه ورکړل شوي وو. 
د یادې مرستې په ترڅ کې هر کرونده ګر ته ٥٠ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ٥٠ کیلو تور او ٥٠ کیلو سپینه سره ورکول کېږي.
ددغو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش موخه د غنمو د تولیداتو زیاتوالی، د تولید د کیفیت ښه والی او په ټوله کې د بزګرانو عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت