د پکتیا دکرنې رییس د اړیکو دفتر برنامې چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۹
د پکتیا دکرنې رییس د اړیکو دفتر برنامې چارواکو سره وکتل

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعید د اړیکو دفتر برنامې چارواکو سره په لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د اړیکو دفتر چارواکو د خپلو تېرو پروژو او راتلونکو فعالیتونو په هکله د پکتیا دکرنې رییس ته معلومات وړاندې کړل دوی وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به د کرنې اړوند دطبیعي سر چینو په برخه کې یو شمېر پروژې پکتیا ولایت کې پلي کړي.
په ورته وخت کې د پکتیا دکرنې رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعد دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل، چې خپلې پروژې او کړنې  د کرنې رياست او اړوند امریتو نو سره په همغږۍ سرته ورسوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت