د فراه په مرکز کې یوشمېر  نباتي درمل پلورنځۍ  وڅارل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
د فراه په مرکز کې یوشمېر  نباتي درمل پلورنځۍ  وڅارل شوې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز  یو شمېر نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پېر او پلور څخه ډډه او د درملتونونو پاکوالي ته پاملرنه وکړي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور مخه ونیول شي،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانیستلو او د غير قانونې درملو مخنيوي وشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت