هلمند کې زرګونو بزګرانو ته د زده کړو لړۍ پیل شوې ده 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۹:۵۷
هلمند کې زرګونو بزګرانو ته د زده کړو لړۍ پیل شوې ده 

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نهرسراج، ګرشک، سنګین، ګرمسېر، نادعلي، واشېر، مارجه، دیشو، باغران، ناوه میش، موسی کلا، خانشین، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې نږدې ۴۳ زره او ۳۲۶  بزګرو ته د اصلاح شویو غنمو د کروندو د ښې روزنې په اړه زده کړې ورکول کېږي.
دغه زده کړې هغو بزګرانو ته په لاره اچول شوي دي، چې څه موده وړاندې ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوې وه.
د دې زده کړو په لړ کې یادو بزګرانو ته د نوې او پرمختللې کرکېلې لارې چارې، د غنمو کروندو ته د اړتیا وړ اوبو او کیمیاوي سرې ورکؤنې، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د بې ګټې وښو له منځه وړلو او حاصلاتو راټولولو په اړه د مسلکي کارکؤونکو لخوا پوهاوی شامل دی.
د هلمند ولایت د کرنې اداره تل هڅه کوي ترڅو د بزګرو د مسلکي وړتیاؤ لوړولو په موخه د ښې کرکېلې په برخه کې د بېلابېلو برنامو له لارې دوی ته د ظرفیت لوړنې په برخه کې د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره کړې ترڅو د پخوا په پر تله یې په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت