د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۷
د هلمند دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې په لارښوونه ددې ولایت د ناوې او واشېر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د نویو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه. 
د غصب د مخنیوی په دې کمپاین کې د یادو ولسوالیو امنیه قوماندانۍ، اړونده حوزې او دکرنې چارواکو برخه اخیستې وه، چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا تازه جوړېدونکي دېوالونه ړنګ او په سیمه کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو په کلکه مخنیوی وشو .
د یادونې وړ ده، چې د هلمند په ولایت کې تر دې وړاندې هم د سلګونه جریبه ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت