دکرنې وزیر د ترکیې د قوریه لرونکو ټولنو له رییس سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۵:۸
دکرنې وزیر د ترکیې د قوریه لرونکو ټولنو له رییس سره وکتل

۲۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هېواد د قوریه لرونکو ټولنو رییس سردار سیندګ او مرستیالانو سره یې وکتل.
د دې لیدنې موخه د افغانستان اسلامي امارت،ړکرنې وزارت او کورنیو شرکتونو سره د سوداګریزو بڼونو په برخه کې د پانګونې او کار زمینه برابرول دي.
ياد سوداګر په ترکيه کې د مثمرو نيالګيو د پالنې په برخه کې کار کوي او غواړي چې په افغانستان کې د سوداګريزو بڼونو د پراختيا او پانګونې او د لوړ حاصل لرونکو قوریو (ترکي بڼونو) د اصلاح او جوړولو په برخه کې هم کار وکړي. دوی دغه راز ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د غلو دانو په برخه کې هم کار کوي.
په ورته وخت کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د ترکیې هېواد د قوریه لرونکو ټولنو د رییس او مرستیالانو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته د هېواد د کرنې په سکتور کې د پانګونې په برخه کې د یادو سوداګرو لېوالتیا وستایله او هغوی ته یې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.

دیدار وزیر زراعت با رئیس اتحادیه قوریه داران کشور ترکیه 
۲۴ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان با سردار سیندگ رئیس اتحادیه قوریه داران کشور ترکیه و معاونان آن در دفتر کارش دیدار کرد.
این دیدار به هدف فراهم سازی زمینه سرمایه گذاری و کار با امارت اسلامی افغانستان، وزارت زراعت و شرکت‌های داخلی جهت سرمایه گذاری در بخش باغ‌های تجارتی می‌باشد.
تجار متذکره در بخش ترپیه و پرورش نهال مثمر در کشور ترکیه کار می‌نمایند و می‌خواهند که در افغانستان در بخش انکشاف و سرمایه گذاری باغ‌های تجارتی، احداث و اصلاح قوریه جات درختان مثمر پر حاصل (باغ های ترکی) کار نمایند همچنان تعهد سپردن که در بخش اصلاح غله جات نیز در افغانستان کار می نمایند.
در همین حال  مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت پس از استماع پیشنهادات رئیس و معاونان اتحادیه قوریه داران کشور ترکیه  از علاقمندی تجار متذکره بر سرمایه گذاری در سکتور زراعت کشور استقبال کرده و اطمینان همکاری لازم را برای شان سپرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت