کندهار کې یوشمېر پاراوټرنرانو او قصابانو ته د کانګو وینه بهیدونکي تبې ناروغۍ په هکله روزنه ورکړل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۳:۴
کندهار کې یوشمېر پاراوټرنرانو او قصابانو ته د کانګو وینه بهیدونکي تبې ناروغۍ په هکله روزنه ورکړل شوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې ۵۰ تنو قصابانو، لس پاراوټرنرانو او لسو ناظرینو ته د کانګې تبې ناروغۍ په هکله روزنه ورکړل شوه.
د چارواکو په خبره یادو کسانو ته د کانګو ویني بهیدونکي تبې ناروغۍ په برخه کې د مسلکي ډاکترانو په مرسته روزنه ورکړل شوي دي، ددوی په خبره قصابان او وټرنران ددې ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ سره ډېر مخ دي نو باید له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دوی هڅه کوي د وترنرۍ سیمه ییزو کارکوونکو له لورې په ولسوالیو کې عامه پوهاوي ترسره او ځینو سیمو کې د څارویو غوجل او مارکیټونو کې د کنو ضد درملو شېندنه هم ترسره کړي.
همدارنګه د مالدارۍ امر قصابانو ته د حفظ الصحي مراعت کولو، د امارت د قوانینو مطابق د کړنو ترسره کولو، په مسلخ کې د ذبحې کولو سپارښتنې وکړې او پخپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت