د کرنې او مالدارۍ مرستیال نړیوالې لوږې سره د مبارزې ادارې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۱:۳۲
د کرنې او مالدارۍ مرستیال نړیوالې لوږې سره د مبارزې ادارې له چارواکو سره وکتل

۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په افغانستان کې نړیوالۍ لوږې سره د مبارزې مؤسسې له چاراکو سره په کتنه کې د یادې مؤسسې د پروژو پر پلي کولو خبرې اترې وکړې.
د (ویلتھ هنگر هیلف) یا د خوړو د خوندیتوب او تغذیې له کړکیچ سره د مبارزې د بیړنیو مرستو پروژه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویلیږي، چې په کابل، بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې فعالیت کوي.
د دې پروژې موخه د زیان منونکو ټولنو مهمې او سختې اړتیاوې پوره کول او د یخنۍ او بیکارۍ په وخت کې خلکو لپاره د خوړو خوندیتوب چمتو کول دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې پروژې په بنسټیز تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل: «زموږ موخه همکارو بنسټونو لپاره اسانتیا رامنځته کول دي او دغه مؤسسه باید د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې بودیجه په شفافه او مؤثره توګه پلي کړي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ملي او نړیوالو بنسټونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره هڅه کوي، چې د کرنې وزارت له لومړیتوبونو سره سم داسې پروژې پلي کړي، چې د خلکو په ګټه تمامې شي.

معین زراعت و مالداری با مسوولان موسسه کمک به گرسنگی جهانی دیدار کرد
۲۳ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با شماری از مسوولان موسسه کمک به گرسنگی جهانی در افغانستان دیدار روی تطبیق پروژه‌های آن  بحث و گفتگو نمود.
پروژه (Welth Hunger Helf) یا مساعدات اضطراری به بحران مصونیت غذایی و تغذیه از سوی وزارت خارجه آلمان تمویل می‌گردد که در ولایات کابل، بلخ، سمنگان و جوزجان فعالیت دارد.
هدف از این پروژه رفع نیازمندی‌های مهم و مهیب جوامع آسیب پذیر و ایجاد مصونیت غذایی برای این افراد در موقع سرما و بیکاری عنوان شده است.
معین زراعت و مالداری بر تطبیق پروژه به طور بنیادی تاکید کرده گفت:" هدف ما ایجاد سهولت برای موسسات همکار است و این موسسه بودیجه که به مردم افغانستان اختصاص داده شده است باید به گونه شفاف و موثر تطبیق نمایند."
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با ایجاد سهولت برای موسسات ملی و بین‌المللی در پی تطبیق پروژه‌های مطابق اولویت‌های وزارت زراعت که مفید برای مردم واقع شود می‌باشد

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت