ننګرهار کې ۱۰۰ قصابانو ته د کانګو وینه بهیدونکي تبې ناروغۍ په هکله روزنه ورکړل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۱:۴۶
ننګرهار کې ۱۰۰ قصابانو ته د کانګو وینه بهیدونکي تبې ناروغۍ په هکله روزنه ورکړل شوه

۱۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې ۱۰۰ تنو قصابانو ته روزنه ورکړل شوه.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي وویل، چې د جلال اباد ښار او ناحیو ۱۰۰ تنو قصابانو ته د کانګو ویني بهیدونکي تبې ناروغۍ په برخه کې د مسلکي ډاکترانو په مرسته روزنه ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه قصابان ددې ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ سره ډېر مخ دي نو باید له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دوی هڅه کوي د وترنرۍ سیمه ییزو کارکوونکو له لورې په ولسوالیو کې عامه پوهاوي ترسره او ځینو سیمو کې د څارویو غوجل او مارکیټونو کې د کنو ضد درملو شېندنه هم ترسره کړي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکتر ضمیر بهسودې قصابانو ته ددې ناروغۍ د مخنیوي روزنه مهمه وبلله او ددې لړۍ د غځولو او نورو قصابانو ته ددې روزنې برابرولو غوښتنه وکړه.
بهسودي وایې په ننګرهار کې څه باندې ۱۲۰۰ قصابان پدې برخه کې کار کوي نو باید ټول لدې روزنې څخه برخمن شي.
همدارنګه د مالدارۍ امر قصابانو ته د حفظ الصحي مراعت کولو، د امارت د قوانینو مطابق د کړنو ترسره کولو، په مسلخ کې د ذبحې کولو سپارښتنې وکړې او پخپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت