د کرنې او مالدارۍ مرستیال د لبنیاتو تولید د ټولنې چارواکو او فارم لرونکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۱:۵۹
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د لبنیاتو تولید د ټولنې چارواکو او فارم لرونکو سره وکتل

۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د لبنیاتو د تولید ټولنې چارواکو او د لبنیاتو د تولید یوشمېر فارم لرونکو سره دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیالۍ په تالار کې د کتنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې مولوی صدراعظم عثماني وویل: «فارم لرونکو او د مالدارۍ سکټور ته اسانتيا رامنځته کول زموږ دنده ده، په هېواد کې د لبنياتو د توليد د کچې له څېړلو وروسته لازمه ده، چې له بهر څخه د لبنياتو د وارداتو کچه راټيټه شي.»
په دې کتنه کې دغه راز یو شمېر مالدارانو د کرنې وزارت له چارواکو وغوښتل، چې د مالدارۍ په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي او له بهر څخه د ټیټ کیفیت لرونکي لبنیاتو د واردولو مخه ونیسي.»
په ورته وخت کې د لبنیاتو د پروسس او تولید شرکتونو هم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې کورنیو لبنیاتو ته بازار موندنه زیاته کړي او له بهر څخه د ټیټ کیفیت تازه او وچو شیدو د واردولو مخه ونیسي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د لبنیاتو د تولید د زیاتوالي او د مالدارۍ د فارمونو د رامنځته کولو په موخه هڅه کړې، چې پانګوالو ته اسانتیا او د پآنګونې زمینه برابره کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان اتحادیه تولید لبنیات و فارم‌داران 
۳ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از مسوولان اتحادیه لبنیات و فارمداران تولید لبنیات در تالار معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت دیدار و گفتگو نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت:« وظیفه ما ایجاد سهولت برای فارم‌داران و سکتور مالداری است، پس از بررسی میزان تولیدات لبنیات در داخل کشور نیاز است تا واردات لبنیات از خارج کشور کمتر گردد.»
شماری از مالداران از مسوولان وزارت زراعت خواسته اند تا در زمینه مالداری با ایشان همکاری صورت گیرد و از واردات لبنیات بی‌کیفیت از خارج از کشور جلوگیری نمایند.
در همین حال شرکت‌های پروسیس و تولید لبنیات نیز از امارت اسلامی خواسته اند تا بازاریابی تولیدات لبنیات داخل کشور را افزایش و از واردات شیر خشک و تازه بی‌کیفیت خارج از کشور جلوگیری نمایند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور افزایش تولیدات لبنیات و ایجاد فارم های مالداری در کشور تلاش نموده تا زمینه را برای سرمایه گذاران فراهم و سهولت‌های را ایجاد نماید.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت