د کرنې په وزارت کې د ننګرهار کانال شرکت چارو ته د رسېدنې په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۵:۴۲
د کرنې په وزارت کې د ننګرهار کانال شرکت چارو ته د رسېدنې په پار غونډه دائره شوه

١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې په وزارت کې د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، انرژۍ او اوبو وزارتونو د مرستیالانو او د ننګرهار کانال شرکت رییس په حضور کې د ننګرهار کانال شرکت چارو ته د رسېدنې په پار غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کاظم، د مالیې وزارت مرستیالانو مولوی محمد ادریس او مولوی احمد، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مولوی مجیب الرحمن، د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال مولوی جمال او د اقتصاد وازرت اقتصادي سلاکار سهراب راغي په شتون کې د ننګرهار کانال د ستونزو هوارولو په پار دکرنې په وزارت کې دائره شوې وه.
په دې غونډه کې د برېښنا د کمښت د ستونزو د هواري، د ننګرهار کانال په سیمه کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو او صنعتکارانو د هڅولو او د دغه شرکت د اقتصادي او مالي ستونزو د حل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

جلسه‌ای به منظور رسیدگی به امور شرکت کانال ننگرهار در وزارت زراعت برگزار شد 
۱۵ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور رسیدگی به امور شرکت کانال ننگرهار با حضور معینان وزارت‌های مالیه، اقتصاد، صنعت و تجارت، انرژی و آب و رئیس شرکت کانال ننگرهار در وزارت زراعت برگزار و پیرامون رفع مشکلات این شرکت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
این جلسه به منظور حل مشکلات شرکت کانال ننگرهار با حضور  مولوی صدراعظم عثمانی معین زارعت و مالداری وزارت زراعت، مولوی غلام‌الرحمن کظیم رئیس شرکت کانال ننگرهار، مولوی محمد ادریس و مولوی احمد معینان وزارت مالیه، مولوی مجیب الرحمن معین وزارت انرژی و آب، مولوی جمال معین وزارت صنعت و تجارت و سهراب راغی مشاور اقتصادی وزارت اقتصاد در وزارت زراعت برگزار شده بود.
در این جلسه  پیرامون رسیدگی به مشکلات کمبود برق، تشویق سرمایه گذاران و صنعت کاران  داخلی و خارجی  جهت سرمایه گذاری در ساحه کانال ننگرهار، مرفوع ساختن مشکلات اقتصادی و مالی این شرکت میان اشتراک کننده گان بحث و تبال نظر صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت