راستنو شویو کډوالو وضعیت ته درسېدنې په پار تورخم ته د کورنیو چارو وزیر سفر 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۰:۳۶
راستنو شویو کډوالو وضعیت ته درسېدنې په پار تورخم ته د کورنیو چارو وزیر سفر 

۱۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
تورخم کې د راستنو شویو افغانانو د لیدو او د دوی ستونزو ته درسېدنې په پار د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د راستنو شویو کډوالو په پنډغاله کې له راستنوشویو کورنیو او مسوولینو سره په داسې حال کې وکتل، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند او یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د تورخم راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې له راغلو ګډوالو سره له نږدې ولیدل او دوی ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
نوموړي افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت روان چلند له انصافه لرې وبله او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او دوی ته به په ټولو برخو کې اسانتياوې رامنځته کړي.
نوموړي په یاد پنډغالي کې د ټولو کمېټو له هلو – ځلو مننه وکړه او کډوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې دلته به ورته اسلامي امارت ټولې اسانتیاوې او چوپړتیاوې برابرې کړي.
يو شمېر بېرته راستنو شويو هېوادوالو په موقتي کمپ کې د رامنځته شويو سهولتونو، مسئولينو او هېوادوالو له لوري د تود هرکلي او ښه خدمت له امله مننه وکړه او هېواد ته په راتګ يې خوښي څرګنده کړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

بلخ ولایت کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز پرانیسته او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت په مقام کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز د پرانیستې او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد په موخه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د بلخ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي برنامو په دوام، د موساخېلو ولسوالی کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د مستحقو بزګرانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د تورو چکډېم د کیفیت ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د نېش ولسوالی د تورو چکډېم. . .

بازگشت