دکرنې وزیر: د مالدارۍ د سکټور ارزښت اووه میلیارډه ډالرو ته رسیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۳ - ۱۹:۳۴
دکرنې وزیر: د مالدارۍ د سکټور ارزښت اووه میلیارډه ډالرو ته رسیږي

۱۳ وږی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وایي، چې د افغانستان د مالدارۍ سکټور ارزښت اووه میلیارډه ډالرو ته سیږي.
ښاغلی دارنی، چې د مالدارۍ د روغتیایي چوپړونو په تخنیکي بورډ کې خبرې کول وویل، چې د مالدارۍ د سکټور وده د هېواد په اقتصادي ځان بساینې او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې مهم رول لري.
دکرنې وزیر وویل، چې افغانستان د چرګانو د غوښو د تولید په برخه کې ځان بساینې ته نږدې شوې او د هېواد د چرګانو د غوښو د اړتیا وړ کابو ۸۰ تر ۸۵ سلنه په کور دننه تولیدیږي. هغه وویل، چې له پاکستان او ایران څخه د زړو چرګانو واردات منع شوي دي.
نصر احمد درانی همداراز د وچکالیو له امله د څارویو د تلفاتو د مخنیوی، د حیواني محصولاتو زیاتوالی او له حیواناتو څخه د نسل اخیستلو په پار د یوې طرحې او اسټراټیژۍ د چمتو کولو خبر هم ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت