د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د اریوب ځاځي ملي پارک څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۹:۲۲
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د اریوب ځاځي ملي پارک څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او اوبو لګولو وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت اریوب ځاځي ولسوالی ته ولاړ او د اریوب ځاځي ملي پارک څخه یې لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د پکتیا ولایت د اریوب ځاځي ملي پارک په سیمه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو هدایت اړوندو مسوولینو ته وسپارل.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په سپارښتنې سره د پکتیا ولایت د اریوب ځاځي ملي پارک په سیمه کې د ښځو او نارینه وو لپاره ۱۸ تشنابونه، د اوبو دزېرمه کولو یوه احدایي او یوه ژوره څاه کېندل کېږي. دا کړنې د اریوب ځاځي ملي پارک د لیدونکو لپاره د اسانتیا په موخه ترسره کېږي.
له دې پارک څخه د ليدنې پر مهال د پکتيا ولايت د چاپېريال ساتنې رييس مولوي عبدالهادي، د پکتيا د کرنې رييس مولوي عبدالرووف سعيد، د خوندي شویو سیمو رييس مولوي طارق عظيم،  د اوبو او هوا اغېزو سره د کرنې او مالدارۍ سکټور د سازګارۍ رییس مولوی عبدالمنان معاصر دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمدفیضان ملتیا کوله.
د پکتيا د اريوب ځاځي ولسوالی طبيعي منظرې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د سيلانيانو پام ځان ته اړولی او د کرنې وزارت ژمن دی، چې په دغه پارک کې لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

بازدید معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت از پارک ملی آریوب زازی 
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای در جریان سفر به ولایت پکتیا به ولسوالی آریوب زازی آن ولایت رفته و از پارک ملی آریوب زازی بازدید کردند.
در جریان این بازدید معین آبیاری و منابع طبیعی هدایت ایجاد سهولت‌های بیشتر در ساحه پارک ملی آریوب زازی ولایت پکتیا را به مسوولان مربوطه سپرد.
بر بنیاد هدایت معین آبیاری و منابع طبیعی قرار است که در ساحه پارک ملی آریوب زازی ولایت پکتیا 18 باب تشناب زنانه و مردان و  یک باب ذخیره آب احدای  و یک حلقه چاه عمیق حفر گردد. این اقدامات به منظور ایجاد سهولت‌ برای بازدید کننده گان پارک ملی آریوب زازی انجام می‌شود.
در جریان بازدید از پارک متذکره مولوی عبدالهادی رییس محیط زیست ولایت پکتیا،  مولوی عبدالرؤف سعید رییس زراعت پکتیا، مولوی طارق عظیم رییس ساحات حفاظت شده، مولوی عبدالمنان معاصر رییس سازگاری سکتور زراعت و مالداری با تاثیرات آب و هوا  مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی را همراهی می کردند.
منظره طبیعی ولسوالی آریوب زازی پکتیا، توجه گردشگران از ولایت‌های گوناگون کشور را به خود جلب کرده است و وزارت زراعت متعهد به فراهم نموند سهولت‌های بیشتر در آن پارک می باشد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت