یو شمېر هلمندي مخکښ بزګران له نوي کرنیز ټکنولوژۍ سره بلد شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۵:۳۵
 یو شمېر هلمندي مخکښ بزګران له نوي کرنیز ټکنولوژۍ سره بلد شول


۱۸ لېندۍ ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مرسي کورپ بدیل معیشت پروګرام په همکارۍ ددې ولایت دمرکز لښکرګاه، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو سل تنه مخکښو کروندګور ته د نوي کرنیز ټکنولوژۍ په برخه کې عملي زده کړې ورکړي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې ددې پروګرام موخه له نوي او عصري ټکنولوژۍ سره د کروندګرو بلدتیا او له دغو توکو څخه سمه ګټه پورته کول دي، ترڅو د بزګرانو د عوایدو اوحاصلاتو د لوړوالي لامل شي.
د هلمند دکرنې ریاست وایي، چې د یاد ریاست کارکوونکي هلې ځلې کوي، چې د بېلابېلو نباتاتو عصري کرکېله او عصري کرنیز ټکنولوژۍ د کارونې چارې بزګر او بڼوالو ته ور زده کړي، چې ورسره دودیز کرکېله په پرمختللي او عصري کرکېله بدل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت