یحی خېلو ولسوالی ته د پکتیکا دکرنې رییس سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۶
یحی خېلو ولسوالی ته د پکتیکا دکرنې رییس سفر

۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدزمان عمري، په داسې حال کې چې د اراضۍ آمریت آمر مولوي تاج محمد م خلص یې ملتیا کوله؛ یحی خېلو ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ د امارتي ځمکلو دغصب مخنیوي او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د هوارو په پار خلکو او اړوندو چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
ددې سفر په ترڅ کې ښاغلي عمري د یحی خېلو ولسوالی دکرنې مدیرانو ته د ځمکې د غصب مخنیوي او بزګرانو او مالدارانو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو سپارښتنه وکړه او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې هم واورېدل.
د پکتیکا دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د بزګرانو او مالدارانو ستونزې له نږدې وڅاري او ورته حل لار پیدا کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیکا کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) د سهیل لویدیځ زون له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۳۷
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې پر ۲۰۰ مستحقو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو د ودې او حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو ۲۰۰ مستحقو. . .

بازگشت