کونړ کې د کب روزنې د پراختیا په پار هڅې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۲:۹
کونړ کې د کب روزنې د پراختیا په پار هڅې
۲۱ زمری ۱۳۹۹
کونړ کې د کب روزنې چارې او فارمونه د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ ددې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کوي. ددغو مرستو او همکارویو په دوام داځل دکونړ ولایت په نرنګ، سرکاڼو او څوکۍ ولسوالیو کې د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید هچري او ۲۰ بابه د ماهیو یوجریبه فارم لرونکو سره د کب روزنې اړوند د اړینو توکو مرسته وشوه.
د کونړ د کرنې ریاست چارسمبال نجیب‌الله عادل وویل، چې د کرنې وزرات له خوا ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ او په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج په پار په کونړ کې د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید د هچري او د کب روزنې ۲۰ بابه یو جریبه فارمونه چې هر یوه یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیالري جوړ شوي دي، چې د یادو فارمونو د کب روزونکو سره د مرستې په دوام داځل پر دوی د کب روزنې اړین توکي وېشل شوي دي.
هغه وویل، چې په دغو وېشل شویو توکو کې، لوی او متوسط پلاستیکي تشتونه، ډولچې، مېټرونه، ټرمامیټرونه، پلاستیکي موزې، د اوبو ضد ځانګړي جامې، فلزي خادې، د اوسپنې جال، خوریانې، یخچالي بکسونه، د کوترې ماشین له جنراټور سره، د کبانو نیولو کوچني، لوی او متوسط جالونه او د اکسیجن د منحلولو په پار فواري ماشینونه او لمریزې تختې شامل دي.
ښاغلی عادل وویل، چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د کبانو نور فارمونه هم جوړ شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت