کونځلو کرکېلي ته د هلمندي بزګرانو لېوالتیا؛ سږ یې حاصلات ډېر شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۳:۴۱
کونځلو کرکېلي ته د هلمندي بزګرانو لېوالتیا؛ سږ یې حاصلات ډېر شوي

۴ مرغومې ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د کونځلو کروندې زیاتې شوې وې او حاصلات یې هم د نورو کالونو په پرتله زیات شوي دي.
دهلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې روان کال ددې ولایت په یو زر او ۶۳۴ هکټاره ځمکه کونځلې کرل شوې وې، چې له یادو کروندو څخه نږدې یوزرو ۹۶۰ ټنه حاصلات راټول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت د احصایې او مالوماتو ریاست د ۱۳۹۸یم کالي شمېرې ښیي، چې د هلمند ولایت په یوزرو ۶۳۲ هکټاره ځمکه کې کونځلې کرل شوې وې، چې د حاصلاتو کچه یې نږدې یوزرو ۹۵۸ ټنه وه. دې شمېرې ته په کتو سږکال ددې ولایت د کونځلو کروندې او حاصلات ډېر شوي دي.
ښاغلی الکو وویل، چې د هلمند دکرنې ریاست په دې وروستیو کلونوکې بزګرو او ځمکوالو ته د بېلابېلو پروګرامونو له لارې عامه پوهاوی او زده کړې ورکوي ترڅو مشروع کرکېلي ته مخه کړي او ددې ترڅنګ بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې مرستې او همکارۍ هم کوي.
هلمند یو له هغو ولایتونو دی چې د کونځلو د کر لپاره مناسبه هوا او اوبه لري.
باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت