کندهار کې د بزګر ملي ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۶:۴
التا

۴ وری ۱۴۰۰
د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ، په کندهار کې هم د وري دویمه د بزګر ملي ورځ په ځانګړو مراسمو ونمانځل شوه. په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کندهار ولايت مقام د ټولنیزو چارو مرستيال حاجي اغالالی دستګیري ترڅنګ د يو شمېر ادارو رییسانو، د یو شمېر سوداګریزو خونو مسوولینو، بزګرانو او د کندهار ولایت یوشمېر اوسېدونکو ګډون کړي وو.
د غونډې په پیل کې د کندهار دکرنې ریاست چارسمبال انجنیر هارون د کرنې وزير پيغام ولوست، چې د هېواد په کچه د تېر کال د لاسته راوړنو يادونه شوې وه او د نوي کال د احتمالي وچکالۍ لپاره بزګرانو او اړوند ادارو ته د لازمو چمتووالي د نیولو لارښوونه شوې وه.
وروسته د کندهار ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالی دستګیري په خپلو خبرو کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو د پراختيا او ودي هیله څرګنده کړه او په خبره یې د هر هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا ډېره مهمه ده.
د ښاغلي دستګیري په خبره د اقتصاد تر ټولو مهمه سرچينه کرنه ده او کرنه پر بزګرانو ولاړ دی او بزګران دي، چي زموږ کرنې ته پراختيا ورکوي او موږ له دې لاري خپل اقتصاد جوړو. ښاغلی دستګیري د کمال خان بند پرانیستنه د اوبو د مدیریت  او کرنیز ودې لپاره د هېواد په کچه یو حیاتي موضوع وګڼل.
په غونډه کي د افغانستان د کرنیزو علومو او ملي ټکنالوژۍ پوهنتون رییس پوهنيار جوهر وويل، اوسنۍ نړۍ د خوړو ستر کمښت سره مخ ده او په وينا یې هر څومره، چي بزګران د کرنې د ودې لپاره هلي ځلي کوي، روزنه ترلاسه کوي او محصولات زياتوي، هغومره موږ په اقتصادي لحاظ پر پښو درېږو.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا هر کال د وري دويمه د بزګر ورځ د هېواد د پلازمېنې تر څنګ په بېلابېلو ولايتونو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي او دفصل بېلابېل حیواني او کرنيز توکي نندارې ته وړاندې کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ریګستان ولسوالی کې سلګونو مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.ای.او) په مالي ملاتړ، د کندهار مهاجرینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۷
Background image

د کرنې وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال د بودیجې د چمتو کولو د داخلي کمېټې لومړۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بودجې د ترتیب د داخلي کمېټې لومړۍ ناسته د یاد وزارت د سکتوري ریاستونو د استازو په ګډون، د وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۳
Background image

کونړ کې له حیواني کلینیکونو څخه څارنه وشوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت مسلکي کارکوونکو د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو. . .

بازگشت