کندهار کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ډېر ژر بشپړیږي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۳:۴۷
کندهار کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ډېر ژر بشپړیږي


۴ لړم ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د اړوندو پروژو چارې څه باندې ۶۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دکرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کندهار په ولایت کې یوزر او ۱۲ نوي کرنیزې پروژې پیل کړي، چې په کې ۹۱۳ ممیزخونې، د کچالو څلور زېرمتونونه او د مېوو ۵۲ صفر انرژۍ سړې خونې جوړول شامل دي، چې رغنیزې چارې یې څه باندې ۶۰سلنه بشپړ شوي دي. دغه راز ددې پروژې له لارې پر کروندګرو مېرمنو د سبو او مېوو ۴۳لمریز وچوونکي دستګاوې هم وېشل شوي دي. دیادو پروژو ټولیز لګښت نږدې ۵۱۴ میلیونه افغانۍ ده، چې لس سلنه یې د برخمن شوي کسانو او ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت