کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو فنالوژیکي معلوماتو راټولولو لړۍ پیل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۹:۱۶
کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو فنالوژیکي معلوماتو راټولولو لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې ریاست په مشرۍ، په کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د فنالوژیکي معلوماتو راټولولو بهیر رسماً پیل شوی دی. یاد بهیر د شفتالو، آلو، انګورو او انارو له بېلابېلو ورایټیو څخه د غوټۍ غوړېدو، ګل نیونې، د هوا شرایطو او د ګل رژېدو اړوند معلوماتو راټولول رانغاړي، چې د یاد فارم فني ټیم له لوري ثبت او راجستر شوي دي.
د مېوو څېړنیز لابراتوار مسؤل، ښاغلی محمود آغا، وایي چې د فنالوژۍ څېړنو په لړ کې تر دې دمه د شفتالو ۹۸، آلو ۷۳، انارو ۷۹ او انګورو ۱۳۸ بېلابېلو ورایټیو فنالوژیکي معلومات ثبت شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د معلوماتو راټولولو لړۍ د ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې په جریان کې پیل شوې او د روان ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې تر پایه یې دوام کړی دی. هغه زیاتوي چې د انګورو د ګل رژېدو مرحله لا نه ده پیل شوې، نو له همدې امله یې اړوند معلومات تر دې دمه ثبت شوي نه دي، خو په مناسب وخت کې به دا مرحله هم تر څېړنې لاندې ونیول شي.
په ورته وخت کې، د رومیانو پر ۲۲ بېلابېلو ورایټیو هم تېره اونۍ څېړنه پیل شوې، چې په هغې کې د بوټو فاصله، وده، حاصل او نور فېنوتیپي ځانګړتیاوې ارزول کېږي. تمه ده چې دا څېړنه د څلورو میاشتو په موده کې بشپړه شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت