کندهار څېړنیز فارم کې د لومړي ځل لپاره پر تیلې نباتاتو څېړنې شوې  

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۳:۵۸
کندهار څېړنیز فارم کې د لومړي ځل لپاره پر تیلې نباتاتو څېړنې شوې  

۲ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست په څېړنیز فارم کې د لومړي ځل لپاره پر تیلي نباتاتو څېړنې پای ته ورسېدې.
د چارواکو په خبره د کندهار د کرنې ریاست په څېړنیز فارم کې پر زر مترمربع ځمکه کې د لمرګل پنځه ډوله کرل شوي ؤ، چې پر یادو ډولونو څېړنې ترسره شوي دي.
په دغو څېړنیزو بوټو کې دوه ډوله ترکي، یو ډول ازبیکستاني او دوه ډوله وطني ورایټۍ شامل دي.
ددې څېړنې په ترڅ کې دټیکا کمپنۍ پر دوه ډوله ډوله ترکې ورایټۍ، چې چې یو ډول څخه یې د خوراک په منظور او دوهم ډول ورایټې څخه یې د غوړیو په جوړولو کې استفاده کیږي څیړنې ترسره شوي. یادې څیړنې د روان کال په جوزا میاشت کې راپیل شوې وه، چې د وږې میاشتۍ په وروستې کې یې کرنیزي عملیې پای ته ورسېدي.
په کندهار کې دا لومړي ځل دی، چې د تیلې نباتاتو پر (۷۲) ډوله ورایټیو څیړنۍ ترسره کېږي. ددغو څېړنیو موخه په کندهار کې د بزګرانو لپاره د کوکنار نبات بدیل نبات موندل، د سیمې آب هوا سره توافق لرونکي بوټې پېژندل او د بزګرانو ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت