کندهار نېش او میوند کې د غنمو او کیمیاوي سرې وېش لپاره نوم لیکنه پیل شوه  

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۱
کندهار نېش او میوند کې د غنمو او کیمیاوي سرې وېش لپاره نوم لیکنه پیل شوه  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د نېش او میوند ولسوالیو لپاره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش په موخه د نوم لیکنې لړۍ د دویم ځل لپاره پیل شوه. دا پروسه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د کرنې او خوراک نړیوال سازمان (اف اې او) په مالي ملاتړ او د اکټیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.  
د دې نوم لیکنې تر بشپړېدو وروسته به د نېش ولسوالۍ ۶۰۰ او د میوند ولسوالۍ ۸۰۰ اړمنو بزګرانو ته، چې د ۲ څخه تر ۵ جریبه پورې ځمکه لري او اقتصادي وضعیت یې ضعیف دی، ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او ۵۰ کیلوګرامه توره سره ورکړل شي.
د نوم لیکنې پروسه د کرنې او مالدارۍ استازو، امنیه قوماندانۍ، استخباراتو او د کلیو استازو تر څارنې لاندې ترسره کېږي، ترڅو یوازې هغه کسان د مرستې لپاره وټاکل شي چې د تخم او سرې د پیرلو وس نه لري.
یادې مرستې په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودولو، د بزګرانو ملاتړ او د لږې ځمکې څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي.
د یادونې وړه ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په ښورابک ولسوالۍ کې د ۳۰۰ اړمنو بزګرانو لپاره د نوم لیکنې لړۍ پیل شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

هلمند کې یوشمېر بڼوالو ته د انارو مچ د مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند، د بوټو ژغورنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د چانجیر په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۸
Background image

له کندهاره دوبۍ ته د الوچې صادراتو نوې لړۍ پیل شوه؛ د بزګرانو عواید لوړېدو ته هیله‌مندي

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۴
Background image

پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې. . .

بازگشت