کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د قاچاق مخه نیولې ده.
د مسؤلینو په وینا، یادې غواوې د یو شمېر کسانو له لوري د سپین بولدک ولسوالی د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول هېواد ته رادننه کېدې، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې ونیول شوې. د قاچاق په تړاو یې درې تنه هم نیول شوي، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي مسؤلینو هڅې زیاتې شوي دي او ټینګار کېږي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي، ترڅو څاروي په قاچاقي ډول هېواد ته دننه یا بهر ولېږدوي. د همدې هڅو په دوام، یوه اوونۍ وړاندې هم د ۹ سرې غواوو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار
۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان، این گاوها از سوی شماری از افراد از طریق خط فرضی دیورند به‌گونه غیرقانونی وارد کشور می‌شد که در نتیجه اقدام به‌موقع نیروهای امنیتی ضبط گردید. در پیوند به این قضیه، سه تن نیز بازداشت شده‌اند که پس از فیصله محکمه، با آنان برخورد قانونی صورت خواهد گرفت.
قابل ذکر است که در این اواخر تلاش‌های مسئولان امنیتی در امتداد خط فرضی دیورند افزایش یافته و تأکید می‌شود که به هیچ‌کس اجازه داده نخواهد شد تا حیوانات را به‌گونه قاچاقی وارد یا خارج نماید. همچنان یک هفته پیش نیز از قاچاق ۹ رأس گاو جلوگیری شده بود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت