کندهار بولدک کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
کندهار بولدک کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سپین بولدک ولسوالی لوی کاریز په سیمه کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. یاد چکډیم د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر آمیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د حکم سره سم د اسلامي امارت په شخصي بودیجه، د کندهار د کرنې ریاست په تطبیقي او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ جوړ شو.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر روح الله روحاني وویل، چې یاد چکډېم ۹۳ متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري، چې د ۴۰ زره متره مکعب اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري. دغه پروژه په اساسي او پایدار ډول بشپړه شوې، چې پکې ۱۲ تنو ته د فني او ۲۰ تنو ته د غیرفني کارونو په برخه کې زمینه برابره شوې وه.
د سپین بولدک ولسوالی اوسېدونکي د چکډیم جوړولو څخه خوښ دي او وایي چې دا پروژه به د سیمې د اوبو ستونزې حل کړي. د چکډیم جوړېدو سره به د ژمي اورښتونو اوبه زېرمه شي، چې په نتیجه کې به د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي او بزګرانو او مالدارانو ته به د اوبو دوامداره او خوندي لاسرسی ممکن شي.
د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ هم د کندهار خاکریز او ارغستان ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د چکډېمونو جوړولو چارې پیل شوې وې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت