کندز ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۲۲
کندز ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال جلالي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي او د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق رییس مولوي صديق الله رحماني یې ملتیا کوله، شمال ختيځ زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندز ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رياست څخه ليدنه وکړه او د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست د چارواکو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.
په یاده لیدنه کې د کندوز د کرنې رییس مولوي امان الله حسن د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د تېرو څو کلونو د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په هکله معلومات ورکړل او په یاد ولایت کې یې د لا زیاتو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
ورته مهال دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د یاد ریاست کړنې او فعالیتونه وستایل، یاد ولایت کې یې د لا ډېرو پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه او هغوی ته یې د چارو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي عثماني د کندز دکرنې ریاست له چارواکو او د تخمونو د تولیدوونکو شرکتونو له رییسانو سره په غونډه کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید او چمتو کولو په اهمیت  خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان له انحصار او بې وزلۍ څخه د خلاصون او د ځان بسیا پر لور تلل د سمو څېړنو او اصلاح شویو تخمونو چمتوکولو ته اړتیا لري.
په دې غونډه کې دغه راز ګډوالو خپلې ستونزې او نظرونه هم شریک کړل، چې دکرنې او مالدارۍ مرستیال له خوا دوی ته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت