پکتیا کې په ۱۹۴ بزګرانو د بڼوالۍ توکي ووېشل شوې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۸:۵۲
پکتیا کې په ۱۹۴ بزګرانو د بڼوالۍ توکي ووېشل شوې

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سولې ریښې پروژې لخوا د دې ولایت په مرکز ګردیز، احمدآبا، سیدکرم، ځاځي اریوب او زرمت ولسوالیو کې په ۱۹۴ تنو بزګرانو د بڼوالۍ توکي او کیمیاوی سرې وېشل شوي دي.
په دغو وېشل شویو توکو کې، هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره، یوه دانه د شاخ بري قچي او یوه دانه د شاخ بري اره هم شامل دي.
 دیادو توکو په وېش غونډه کې  کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالرؤف سعید بزګرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې له دې توکو او روزنیزو پروګرامونو څخه په بڼوالۍ کې ښه استفاده وکړي او د سولې ريښې پروژې څخه یې مننه وکړه او د یادې پروژې څخه یې وغوښتل، چې داسې ورته پروګرامونه نورو ولسوالیو ته هم وغځوی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت