پکتیا کې پر یوشمېر قوریه لرونکو د قوریې جوړولو اړونده توکي ووېشل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۱۹:۷
پکتیا کې پر یوشمېر قوریه لرونکو د قوریې جوړولو اړونده توکي ووېشل شوې

۲ تله ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست د «GIZ» موسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز ګردیز په زاهو کلی کې پر درېوو قوریه لرونکو د چهارمغزو، بادامو، زردالو، جلغوزیو، روسي بېد، شنګ او ناجو قوریو د جوړولو په پار اړین تو کي ووېشل.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې ۵۰ کیلوګرامه توره سره، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره، اره، قیچي، جالۍ او نور هغه اړین توکي شامل دي، چې د قوریې جوړولو په پار ترې ګټه اخیستل کیږي.

د چارواکو په خبره له یادو قوریو څخه به ۱۵ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي لاسته راشي، چې ددې ولایت د سمسورتیا او زرغونتیا تر څنګ د مېوو بڼونو په جوړولو کې رغنده رول لوبوی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۱:۵
Background image

دکندهار دکرنې ریاست  د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم کاربونیټ سرې د پلور مخه ونیوله

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ دکرنې ریاست: بلخ ولسوالی کې د څارويو لپاره د چيچک واکسين تطبيق پيلېږي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د اکټېډ دفتر په همکارۍ به د بلخ ولسوالی په کچه د څارويو د روغتیايي وضعیت د ښه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د خوست جوار سل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوندو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، ترڅو. . .

بازگشت